rokhan

روښان

روښان

د څومتلونو کیسې / علم ګل سحر

11.01.2010 07:04

هله به خبر شې چې تارو جبې له ورشې

 

تاروجبه د پېښور او نوښار دښارونو ترمنځ يوه سيمه ده ويل کيږي،چې پخوا به تجارتي مالونه په غير قانوني ډول قاچاق کېدل. د قاچاقي مالونو د بدلولو او تسليمولو وروستى ځاى همدا تاروجبه وه، قاچاق وړونکي به له غرنيو او سختو لارو څخه دې سيمې ته رسېدل او دا هم حتمي وه،چې خپل قاچاقي مالونه دې سيمې ته راورسوي، وايي کوم وخت په کومه تلاشي کې د چا مالونه ورک  شوي يا لږ شوي ول، د مالونو خاوند نه پوهېده،چې څومره مال يې ضايع شوى دى، د لارې ملګري يې ورته وويل،چې :

هله به خبرشې،چې تاروجبې ته ورشې، يعنې هلته به درته معلومه شي، له هغه وخته دا متل مشهور شو،چې وايي: هله به خبرشې،چې تاروجبې له ورشې.  

 

هله به خبر شې چې تالوژبې ته     ورشي ((۲))                                 

 

ځينې وايي، چې دامتل اصلاً داسې دى، هله به خبر شې،چې تالو ژبې ته ورشې، دپښتونستان او په تېره دپېښور او شاوخوا سيمو خلک زياتره ژبه جبه تلفظ کوي. په دې متل کې دمرګ خواته اشاره ده، يعنې دمړينې په وخت کې تالو بندشي او له ژبې سره ونښلي، يعنې داچې هرڅوک د خپلو اعمالو جوابګوى دى، نو دامتل داسې ويل کيږي، هله به خبر شې چې تالو ژبې ته ورشې.

کېداى شي

له خوارۍ په ژرنده کې ناست وي

له کبره مزد نه اخلي

 

وايي،چې غريب سړي به په يوه اوبل ځاى کې خواري او مزدوري کوله په پاى کې په يوه ژرنده کې مزدورشو، د خلکو غنم به يې اوړه کول ، کله به يې،چې د چا غنم اوړه کړل ، نو مزد به يې ترې نه اخېست.

لږ مزد اخېستل ورته شوم برېښېده، د غنمو خاوندانو ته به يې ويل خير دى مه يې راکوئ، ټوله ورځ به يې ژرنده وکړه، خو ګټه به يې نه وه، کله چې د ژرندې خاوند خبر شو، نو دى يې له مزدورۍ لېرې کړ، يوه ورځ د ژرندې له مالک نه چا پوښتنه وکړه،چې هغه ژرنده ګړى دې ولې لېرې کړ؟ ده ورته وويل،چې ما خو ورسره ښه کړي و، په کارمې لګولى و، خو دى دومره کبرجن و،چې له چابه يې مزد نه اخېست، ځان يې هم خوار کړ زه يې هم.

له هغه وروسته دامتل وشو،چې :

له خوارۍ ژرنده کوي -        له کبره يا له مستۍ مزد نه اخلي .

 

 

خداى چې څه کړي هغه ښه کړي

 

يوسړی د بېرې ونې لاندې ناست و،چې لاندې راپرېوتې بېرې يې وليدلې زړه کې يې وويل،چې دخداى عجيبه قدرت دى، دبېرې ونې ته وګوره څومره لويه ونه ده او څومره وړه مېوه نيسي، بل خوا يې د هندواڼو بوټي وليدل، نو ويې ويل،چې دا څومره کوچنى بوټى دى او څومره لويه مېوه کوي، په کارخو داوه،چې هندواڼې د بېرې په ونه کې واى او بېرې د هندواڼې په بوټي کې واى، دى په همدې سوچونو کې و،چې له پاسه دونې نه دده په سريوه بېره راولوېدله. واخ يې له خولې ووت او په هيبت يې يوې او بلې خواته وکتل، نو ويې ويل:

خداى چې څه کړي -  هغه ښه کړي

که دا اوس د بېرې په ځاى هندواڼه واى نو څه حال به مې و.

----------------------------

 

خداى چې څه کوي ښه کوي

                    ((۲))

يو پاچا د مېوو بڼ ته ولاړ، په باغ کې ډول ډول مېوې وې، پاچا له باغوان څخه پوښتنه وکړه، دا څه سبب دى،چې د مېوو ونې د ډک بار له لاسه نسکورې وې،خو کله چې د حاصل او شکېدو وخت شي مېوې کمې وي؟ باغوان عرض وکړ،صاحب کله چې مېوه پخه شي نو زياتره يې مرغۍ داغي کړي، نو ځکه روغه مېوه کمه وي.

په پاچا دا خبره بده ولګېده، سمدلاسه يې امر وکړ،چې ټولې مرغۍ ونيسئ، مرغۍ يې ټولې له منځه يووړې. دخداى کارونه و، داځل په باغ  چينجي ولګېدل ، يوه دانه مېوه هم ونه شوه، پاچا په ډېره غوسه پوښتنه وکړه،چې دا ولې؟

باغوان په ډېره عاجزۍ وويل : صاحب تاسې ټولې مرغۍ ونيولې نو چنجيو په باغ حمله وکړه، پخوا به چې چنجي پيدا شول مرغيو به وخوړل ، اوس مرغۍ نشته نو ټولې مېوې چنجي وخوري، صاحبه خداى پاک په خپلو کارونو ښه پوهېږي، مرغيو به خپل قسمت خوړ، ولې چنجي يوه هم نه پرېږدي، پاچا په چورت کې شو،چې له باغه راووت نو ويې ويل : خداى چې څه کړي هغه ښه کړي .

په دې برخه کې نورې کيسې هم شته .

----------------------------

 

 

ژرنده که دپلار ده

هم په وار ده

 

وايي،چې په يوه کلي کې يوه ژرنده وه، خلکوبه په نوبت غنم پرې اوړه کول. بله ورځ ددوو کسو په وارجنجال شو، يوه ويل، زه د مخه راغلى يم ، اول نوبت زما ده، دابل ويل، زموږ په کور کې اوړه تمام شوي دي اول وار به زما وي. ددواړو په منځ کې جنګ جوړ شو.

يو دريم سړى راغى دواړو خپل خپل دلايل ورته وويل،يوه ويل، زه اول راغلى وم اول نوبت بايد زما وي ، دابل وويل،چې زه که وروسته هم راغلى يم اول وار به زما وي ځکه چې دا ژرنده زما پلار جوړه کړې ده.

دريم سړي ورته وويل،چې ځه بابا، ژرنده که دپلار ده هم په وار ده .

 

 

څوک چې خوبونه کوي ، مېښې به نرکټي راوړي

دامتل هم يوه مشهوره کيسه لري،چې افغان مفکر او شاعر استاد ګل پاچا الفت دشعرپه ژبه بيان کړې ده،ددې کيسې په ځاى داستادالفت د(ويده ګوجر )شعردلته راخلم :

دسيند په غاړه په شنه ورشوکې

ګڼوځنګلو کې په شنو دروکې

يودوه ګوجرومېښې پوولې

هريوه خپلې مېښې روزلې

نه يې بل کارو،نه نور غمونه

نه ورسره و، نور نور فکرونه

تمامه ورځ به دمېښو څارو

دشپې به هم لاويښ او بيدارو

پس له څوروځو وخت دلنګون شو

پام دګوجرو زيات له پرون شو

څوک چې ساتونکي او نګهبان وي

يوساعت خوب يې، زيان او تاوان وي

هغه هېڅکله نه کړي خوبونه

عفلت لوى عيب دى له يوه شپونه

ګوجرو ځکه شپې روڼولې

شپې يې په ويښه سباکولې

خوب ډېرغالب شو په دواړوباندې

لکه غليم چې هجوم وکاندي

يو تن خوب يووړ نصيب يې خوارو

هغه بل ويښ و، بخت يې بيدار و

د دواړو مېښې وزېږېدلې

سپوږمۍ اوستورو ورته کتلې

چې ويښ ګوجر کړې مېښ کټى ټولې

له خپلو مېنو لاندې راټولې

څه يې چې ټول کړه هغه يې خپل شوه

نرکټى واړه د هغه بل شوه

هغه چې ويښ شو سباله خوبه

ويې ليدل دارنګه لوبه

تپوس يې وکړ له خپل ملګري

دامې په برخه څه رسېدلي

داسې قسمت ته خو حيراني ده

دارنګه برخه نه اسماني ده

ملګري ووې چې خوب کوينه

مېښې يې نرنرکټي راوړينه

څوک چې پاسبان وي او کړي خوبونه

ورپسې جوړشي بيا متلونه

 

 دغومبر خوليه لوړې، سردې مه خېږه له لړې

 

دغومبر خولۍ دپکتيا ولايت د زرملې د ولسوالۍ دروحاني بابا دزيارت خواته دغره لوړه څوکه ده، دزرمت خلک دغره دا لوړه څوکه د ( غومبر خولۍ ) بولي. ددغې څوکې په سر کې داوبو يو ډنډ شته ،چې شاوخوايې شنه ده، په زرمت کې داسې روايتونه هم شته،چې دا ډنډ د بدرۍ جمالې تالاب دى، وايي،چې بدرۍ جماله به له نورو ښاپېريو سره يوځاى د جمعې په ورځ دلته راتله.

دا متل ځکه په دې څوکې پورې شوى دى،چې دا دغره ډېره لوړه څوکه ده، دپکتيا او شاوخوا ځينو ولايتونو څخه معلوميږي. دا چې دا څوکه ډېره لوړه ده، تل يو ګرځ يادوړې پرې پرتې وي او زياتره وخت وريځو پټه کړې وي، آن کله کله چې وريځ هم نه وي، ددغې څوکې سر دګرځونو او دوړو له امله نه معلوميږي .

چې بيا خلکو دامتل پسې جوړکړى دى، کله چې کوم څوک تل له ستونزو او خواريو سره مخ وي، بيا نو خلک دا متل ورته وايي چې :

 دغومبر خوليه لوړې ،سردې مه خېږه له لړې