rokhan

روښان

روښان

دیوې پخوانۍ سندرې شالید

20.03.2010 11:25

دیوې پخوانۍ سندرې شالید
پاس دتنګي مستې ځدراڼې
جنکۍ ژاړي اوړکي بیا کابل ته ځینه
دا اصلآ لنډۍ ده چې په پکتیا ولایت کې ویل شوې ده خو ډیر کسان دا لنډۍ نه بلکې سندره بولي ځکه چې ډیروخت دسروکي په ډول ویل شوې او نورې لنډۍ لکه په نوروسندرو یا سروکو پورې چې تړل شوې په دې لنډۍ پورې هم تړل شوې دي .همدغه لنډۍ چې دسیمې سندرغاړي وایي نو نورې لنډۍ ورپورې تړلې وایي لکه:
ته له تنګي ځینې راتیر شه
تردې ملاله خوله به زه درتیره شمه
بیا دلنډۍ په پای کې وایي:
پاس دتنګي مستې ځدراڼې
جنکۍ ژاړي اوړکي بیا کابل ته ځینه
او کله کله خو دسندرې په پای کې (شیرینه یاره) هم ورسره زیاتوي.
دیادونې وړ ده چې پورتنۍ لنډۍ اصلآ داسې ده:
ته تر خروړي سپي راتیر شه
تردې ملاله خوله به زه درتیره شمه
خو دا لنډۍ دپکتیا دځدراڼو په سیمه کې په پورتني شکل اوښتي ده.
ددغې سندرې په اړه هم بیلابیل روایتونه موجود دي یو روایت وایي کله چې په کابل دسقاو حکومت و،؛ګډوډي وه،دسقاو دزوی دحکومت له خوا په ښار کې چورتالان ګډ و،او دخاورې تمامیت ته جدي خطرونه متوجه و،نو دکلیو ځوانان به دجګړو جبهو ته په تیره کابل ته راتلل او دا ځونان به په وار سره ډلې ډلې کابل ته راتلل دکلیو پیغلوبه په دوی پسې ژړل چې بیا هغه وخت دغه سندره وویل شوه:

پاس دتنګي مستې ځدراڼې
جنکۍ ژاړي اوړکي بیا کابل ته ځینه

خو هغه وخت چې ما په ازادي راډیو کې کار کاوو او په دې سندره مې څیړنه کوله دبلخ ولایت د دهدادي ولسوالي دعربانو له کوڅې څخه دراډیو یوه اوریدونکي ښاغلي محمد آصف منګل په یوه لیک کې چې اوس هم له ماسره خوندې دی دخپل پلار له خولې داسې لیکلي و:
((ددغې سندرې شانزول چې ما له خپل پلار ښاغلي معاذالله خان کفتان څخه اوریدلی دی چې هغه هم ددغو اوړکویا هلکانو له جملې څخه و،چې کابل ته بیول شوي وو،هغه مرحوم ماته دغسې ویلي و:
دامیر حبیب الله خان په زمانه کې دپکتیا قومونو او قبایلو لکه احمدزيو،سلیمانخیلو، ځدراڼو، ځاځيو، منګلو ،څکمنيو، مقبلواو خوستیانودحکومت دمامورینو دناوړه چلند پر ضد بغاوت کړی و، ددولت عسکري او نوردولتي تآسیسات یې وران کړل او د دولت په مقابل کې یې جنګونه پیل کړل، حکومت ددغوجنګونو دغلي کولو لپاره جنرال محمد نادر خان ته دنده وسپارله چې یاغیان ارامه کړي.
جنرال محمد نادر خان یوپیاوړی لښکر جوړ کړ ، پکتیا ته ولاړاو شورشیانو ته یې ماته ورکړه.له بلې خوا جنرال محمد نادر خان دپکتیا قومونو ته دسولې وړاندیزونه وکړل.دجنرال په وړاندیزونو کې یو مهم وړاندیز داو،چې دپکتیا خانان او ملکان دې هر یو خپل یو زوی دیرغمل په ډول حکومت ته ورکړي.ترڅو حکومت دغه ځوانان کابل ته بوزي او هلته یې په ښونځیو کې شامل کړي،چې له دې وروسته دپکتیا قومونه دولت ته یاغي باغي نه سي.
دپکتیاقومونو د جنرال محمد نادر خان دغه وړاندیزپه پوره مینه ومانه او هر یوه خان او ملک خپل یویو زوی دیرغمل په ډول جنرال ته ورکړل. جنرال محمد نادر خان دغه ځوانان له ځان سره یو ځای کابل ته راوستل او دملک زاداو په مکتب کې یې شامل کړل.دې هلکانو ته هرڅه دحکومت له خوا وړیا ورکول کیدل.
ددغو هلکانو نومونه ښاغلی محمد آصف منګل دخپل پلار له خولې په لاندې ډول ښودلي دي:
محمدګل خان توتاخیل فرقه مشر،عبدالله خان فرقه مشر،حسن ګل خان کرنیل توتاخیل،ګلاب شاه حکمران احمدزی، عبدالله خان کرنیل دلوی خان ببرک خان ځدراڼ زوی،خان محمد خان برګټ منګل،آدم خان کرنیل منګل،محمد عمر خان کرنیل منګل،محمدشریف خان منګل قومي مشر،آدم خان منګل کفتان چې د اعلیحضرت غازي امان الله خان له خوا ووژل سو او معاذالله خان کفتان منګل.
دپکتیا ځوانان پوره یو کال په کابل کې پاتې شول او له یوکال تیرولو وروسته دمکتب اوړکو(هلکانو) ته دوه میاشتې رخصتي ورکړه شوه چې خپلو کورونو ته ولاړشي دغه هلکان د دوو میاشتو رخصتیو له تیرولو وروسته بیرته کابل ته ولاړل.
په دغه دویم ځل ددوی یوځایي راتګ په وخت دغه مشهوره سندره په دوی پسې وویل سوه.
پاس دتنګي مستې ځدراڼې
جنکۍ ژاړي اوړکي بیا کابل ته ځینه
دغه سندره په ۱۳۹۲ لمریزکال کې ویل سوې ده،چې نن دغه سندره دپخوانیو سندرو په ډله کې ګڼل کیږي.دغه سندره دارواښاد عبداللطیف جلالي په هدایت چې هغه وخت دافغانستان راډیو دخپرونو ریس و،ارمونیزه شوې او دمیرمن رخشانې په خواږه آواز کې او وروسته دنورو هنرمندانو په آواز کې ثبت شوې ده.
دعلم ګل سحر لیکنه او څیړنه