rokhan

روښان

روښان

غزل

30.08.2010 10:19

غزل

لږ مې ځان په یاد وي او جانان وي ډیر

خلک په دغه راته حیران وي ډیر

کله زړه ته واچوم قلفونه ډیر

کله وایم پریږده کې خوبان وي ډیر

کله یار خپه کړمه هیڅ ور نه شم

بیرته هغه سات زما ارمان وي ډیر

ستړې دژوندون نورې هم ډیرې دي

زړه مې له ولس سره ستومان وي ډیر

بل ځای به پښتون یو ځای ونه وینې

دوی دخپل قاتل ترشا روان وي ډیر

موږه په هرګام کې کار له زور اخلو

ځکه دوستان لږ وي دښمنان وي ډیر

کله چې بدبخت کومه ټولنه شي

خلک یې وي چوپ او رهبران وي ډیر

کله مې زړه وایي وطن پریږده ځه

کله ترځان هم راباندې ګران وي ډیر

موږ چې سره کینو نور خبرې کړي

لږپکې رښتیا وی نور ګومان وي ډیر

مینه کې هرڅوک رښتیا درواغ وایي

زه وایم سحر به پکې وران وي ډیر

۱۴/ ۴/ ۱۳۸۹

کابل- خیرخانه مینه                                    علم ګل سحر