rokhan

روښان

روښان

دزرمت ولسوالي پخوانیو میلو ته لنډه کتنه

03.11.2010 11:40

علم ګل سحر

دزرمت ولسوالي پخوانیو میلو ته لنډه کتنه     

 

    د افغانستان لوی لیکوال، څیړونکي او ادبپوه پوهاند اکاډیمیسن علامه عبدالشکور رشاد به ویل پکتیا زموږ دګران هیواد هغه سیمه ده چې په اړه یې دڅیړنو لپاره یوه لوی علمي انستیوت ته اړتیا ده، څو ددې سیمې په اړه علمي او تاریخي څیړنې وکړې او دغه سیمه وپیژندل سي.

دپکتیا په اړه څیړنه ډیر وخت او ډیرو امکاناتو ته اړتیا لري، ما په دې لنډ او تنګ وخت کې ددې ولایت دیوې ولسوالي(زرمت) دمیلو په اړه ځینې معلومات راټول کړي دي.

خو دمخه تردې چې په دغه سیمه کې دمیلو په اړه څه ووایو لومړی به په لنډ ډول زرمل یا زرمت وپیژنو.

زرمله اصلآ دهغې سترې درې نوم دی چې دپکتیا ولایت له مرکز ګردیز څخه نیولې بیا د ډیورنډ تر کرښې پورې غځیدلې ده، خلک اوس هم دپکتیکا ولایت یوه پراخه سیمه ددغه ولایت دمرکز ښرنې، مټاخان ولسوالي په ګډون آن دکټواز ترلویې ولسوالي پورې د زرملې یا زرمت په نامه پیژني.

خو دلته موږ یوازې دهغې سیمې په اړه خبرې کوو چې همدا اوس دپکتیا ولایت په اداري تشکیل کې یوه ولسوالي ده.

دغه پراخه او سمسوره سیمه پخوا په څلورو علاقداریو ویشل شوې وه:

دلومړۍ برخې علاقداري چې مرکز یې دباتور په کلي او بیا دباتور دښوونځي په کلا کې  و.

ددوهمې برخې علاقداري چې مرکز یې دګلدادخیلو په کلي کې و.

دمټاخان علاقداري چې اوس دپکتیکا ولایت په اداري تشکیل کې یوه ولسوالي ده.

د ارمې علاقداري چې اوس دپکتیا ولایت یوه ولسوالي ده.

له ۱۳۲۸ لمریز کال وروسته کله چې شاه محمود خان صدراعظم و، دهیواد په اداري واحدونو کې یې یولړ سمونې راوستې چې دزرمت ولسوالي هم پکې شامله وه.په هغه وخت کې پریکړه وشوه چې د زرمت دلومړۍ او دوهمې حصې دعلاقداریو په ادغامولو سره دې دلته یوه ولسوالي رامنځته شي.دیادولو وړ ده چې په نولسمه پیړۍ کې زرمت دولایت معادل تشکیل درلود چې ولایتي چارې یې امیر محمد افضل خان چې وروسته دافغانستان امیر شو، سمبالولې.

د زرمت ولسوالي د پرانیستلو لپاره دوخت صدراعظم شاه محمود خان پخپله زرمت ته راغلی و،چې دولسوالي لپاره مرکز خوښ کړي، ولسوال ورته وټاکي او په دې توګه ولسوالي رسمآ پرانیزي.

لیکوال اوشاعرمیراجان سیقي وایي چې هغه وخت دولسوالي دمرکز دجوړولو پر سر دسیمې دخلکو ترمنځ اختلاف و، دلومړۍ برخې علاقداري دخلکو غوښتنه داوه چې نوې ولسوالي دې ددوی دعلاقداري په ځای آباده شي خو ددوهمې برخې اوسیدونکو ویل چې دزرمت ولسوالي دې په ګلدادخیلو کې جوړه شي. دسیمې دسپین ږیرو په وینا چې وروسته دصدراعظم په منځګړتوب او امر دولسوالي مرکز(مټورخ) یا اوسنی تعمیر وټاکل شو(دیادولو وړده چې مټورخ د اوسني تعمیرپه شمال کې یوه کلا وه). ولسوالي همدلته پرانیستل شوه او دپکتیا ولایت دمرکز ګردیز اوسیدونکی پوځي افسرخوشدل خان د دغه ځای دلومړني ولسوال یا حاکم په توګه خلکو ته ور وپیژندل شو.

اوس به راشو په لنډ ډول دزرمت دځینو میلو په هکله:

۱- دتوتو میله:

دغه میله چې وروسته دطالبانو دمیلې په نامه هم یادیده دزرمت ډیره پخوانۍ میله ده دپیل تاریخ یې دقیق نه دی معلوم خو لیکوال اوشاعر او محترم قومي مشر میراجان سیقي وایي چې دی په ځواني کې یعني په ۱۳۱۹ لمریز کال دغې میلې ته ورغلی و، چې هغه وخت هم ددې میلې له پیل څخه ډیر کلونه تیریدل.

لیکوال او څیړونکي محمد نبي صلاحي په آزاد افغانستان مجله کې ددې میلې په اړه علمي مقاله لیکلي چې همدا اوس زموږ په لاس کې نشته.صلاحي وایي چې دتوتو یا طالبانو میله لومړی ځل د زرمت دمرکز تعمیر په جنوب ختیځ کې پراته کلي مموزو کې جوړیدله چې وروسته دمنځ زیارت اوبیا دخواجه فتح الله زیارت چې د ډمانو په زیارت هم مشهور دی، خواته چې دتوتو ډیر باغونه لري، ولیږدول شوه او ترپایه هرکال دجوزا په میاشت یعني دتوتو درسیدو په موسم کې همدلته جوړیدله.

دتوتو میله دافغانستان د نورو میلو غوندې نه وه خپلې داسې ځانګړنې یې لرلې چې دافغانستان نورو میلو نه درلودې.دغه میله به کله دری ورځې او کله هم اوه ورځې روانه وه. دسیمې ملایانو او طالبانو وروسته ددغې میلې کنترول په لاس کې واخیست دوی به دمیلې په جریان کې یو ځانګړی حکومت جوړاوو.پاچا، صدراعظم او وزیران به یې لرل او دمیلې دتنظیم لپاره به یې ځانګړي پولیس چې زیاتره به له طالبانو او چړیانو(نوي او ځوان طالبان) څخه جوړ شوي ول، موظف کول.پاچا او صدراعظم به دریشي اغوستلې دوی به په میله کې ګرځیدل، میله والو به یې هر امر مانه دغه حکومت به ځانګړي نرخونه ټاکل چې پر ټولو په زور منل کیدل. د زیارت خواته به طالبانو دسندرو او ګډا ځانګړي مراسم جوړ کړي ول چې ډیر خلک به یې نندارې ته ولاړ و.خو په دغه میله کې په ساز او سرود بندیز و.

دتوتو یا طالبانو میلې ته به دپکتیا دنورو ولسوالیو په ګډون له شاوخوا ولایتونو لکه غزني، میدان وردګ، زابل، لوګراو کله له کابل او دهیواد له ختیځو ولایتونو څخه هم خلک راتلل. دنورو سیمو خلکو به خپل ځینې حاصلات، حیوانات او نور شیان دخرڅلاو لپاره دغې میلې ته راوړل چې دمیلې په څو ورځو کې ټول خرڅیدل.

په دغه میله کې ملا عبیداله او ډیر وخت د خواجه ګانو دکلي یو اوسیدونکی ملا چې په خواجه صاحب مشهور و، دطالبانو پاچا و، صدراعظم یې ډیر وخت دظفرخیلو کلي اوسیدونکی ملا ګل رسول و.

دغه میله به هرکال چې کله په زرمت کې توت پاخه شول جوړیدله خو په افغانستان کې دسردار محمد داود خان دجمهوریت له راتلو وروسته په ۱۳۵۳ کال کې ددغې میلې په جوړیدو بندیزولګیده.

ددغې میلې دبندولو په اړه حکومت روښانه څه نه دي ویلي خو ویل کیږي چې داود خان دملایانو دزیات نفوذ دمخنیوي لپاره دغه میله بنده کړې وه هغه نه غوښتل چې په هیواد کې دې دده دحکومت ترڅنګ بل موازي حکومت که دڅو ورځو لپاره هم وي،  موجود وي.بلخوا ویل کیږي چې محمد داود خان نه غوښتل چې هرڅوک قانون په خپل لاس کې واخلي ځکه په دې میله کې دنسبي نظم ترڅنګ کله کله ځینې تحریک امیز کارونه هم کیدل چې عامه نظم یې ګډوډاوو.

محترم سیقي وایي په ۱۳۲۸ لمریزکال په دې میله کې ملایانو او طالبانو وویل چې دسیمې یو مشهور روشنفکر غلام محی الدین زرملوال دیني مقدساتو ته سپکاوی کړی دی.په همغه میله کې ملایانو پریکړه وکړه چې په زرمت کې به د زرملوال کور سوځوي، دی او دکورنۍ غړي به یې وژني.ښاغلی سیقي وایي زه چې په هغه ورځ په میله کې وم دطالبانو او ملایانو له دغې پریکړې خبر شوم. ژرکورته ولاړم او خپل پلار مې خبر کړ، پلار مې هم دملایانو په دې پریکړه په غوصه شو، ژر یې دزرملوال ورورغلام دستګیر خبر کړ، هغه په سیمه کې میشتو کوچیانو ته ورغی له هغوی څخه یې دځان ددفاع او له ملایانو سره دجګړې لپاره څلور میله ټوپک واخیستل. په سیمه کې حالت کړکیچن شو دسیمې ډیری خلکو دملایانو او طالبانو ددغې پریکړې پرضد اعتراض وکړ او دزرملوال ملاتړ یې وکړ.خو کله چې دکوهي کلي ملا چې په حاجي صاحب مشهور و او دزرمت دجامع جومات خطیب هم و، خبر شو دملایانو دغه پریکړه یې رد کړه او حالت د هغه او حکومت په مرسته بیرته عادي سو.یو ځل په همدې میله کې یوه کوچي دملایانو له امره کومه جزوي سرغړونه کړې وه، خو طالبانو ددغه عزتمن کوچي دیوې خو بریت خرییلي او دبلې خوا پرې ایښي ول، او دنورو دعبرت لپاره یې په میله کې ګرځاوو. دمحمد داودخان حکومت دهمداسې خپلسریو دمخنیوي لپاره هم ددغې میلې دبندیدو چې په وروستیو کې دملایانو په سیاسي مرکز بدله شوې وه، پریکړه وکړه.

لیکوال او شاعر احسان الله مهجور چې دزرمت دځینو میلو په اړه مقاله لیکلې وایي چې تر سردارمحمد داوود دمخه نایب الحکومه فیض محمد خان هم ډیره هڅه وکړه چې دغه میله بنده کړي، خو ویې نه شوای کولی.

ښاغلی مهجور ددغې میلې ترڅنګ دیوې بلې میلې یادونه هم کوي چې داختر په دویمه ورځ به دخواجه فتح الله د زیارت ختیځ لور ته په لوی ډاګ کې جوړیدله. چې کابو لس زره میله وال به ورته راتلل او دسانګو لپاره به اته سوه آسان راوستل کیدل.

۲- دتعمیر میله:

دغه میله به دزرمت ولسوالي له جوړیدو وروسته هرکال دکوچني او لوی اختر په ورځو کې دزرمت د مرکز تعمیر په ختیځ او کله هم جنوب خواته پرته دښته کې جوړیدله.په دې میله کې به دسیمې سپرو او نیزه بازانو سانګې وهلې، زیاتره وخت به حکومتي چارواکو هم په دغو میلو کې ګډون کاوو او په سانګو یا نیزه بازي کي بریالي نیزه بازان به یې ستایل.ددې ترڅنګ په دې میله کې به سیمه ایزې لوبې لکه خوسی، ټوپ اچول، ډبره اچول او هګۍ جنګول هم کیدل.دغې میلې ته به هم دسیمې خلکو خپل مالونه راوړل او دمیلې په جریان کې به یې خرڅول.په تعمیر کې به د دوو اخترونو په ګډون دهیواد داستفلال دورځې او دنوي کال په ورځ هم دا ډول میلې جوړیدلې.

۳- دکلالګو میله:

دغه میله به دکلالګو په کلي کې د عبدالرحمن بهشتي زیارت ترڅنګ جوړیدله، دکلالګو میلې ته به دزرمت له نورو سیمو او شاوخواکلیو لکه کتحخیل،شانکي،څله، دولت خان، پاینده خیل برسیره دپکتیکا او غزني ولایتونو له ځینو سیمو څخه هم خلک راتلل. په دې میله کې به نیزه بازي، هګۍ جنګي او نورې سیمه ایزې لوبې کیدلې دلته به د نارینه و ترڅنګ دښځو میله هم دریدله.

۴- دخواجه احمد میله:

دغه زیارت دزرمت دټټنک کلي خواته دی ددغه زیارت ترڅنګ به داخترونو په ورځو کې دنارینه و او ښځو میلې جوړیدلې په دې میله کې به دزرمت دنورو سیمو دځینو خلکو ترڅنګ داسلام خیلو،کچوړخیلو،باتور، مقرب خیلو، نیکنام، ستوږنې،کالیانو، سهاکو، شملزو، حاکیم خانوالو، کاکړو،نواب خیلو، سپیرې کلا، زرداد خیلو او نورو شاوخوا کلیو ښځو او نارینه و، ګډون کاوو.په دې میله کې به هم هګۍ جنګي، خوسی، ټوپ اچول،چارمغز ګټل او نورې سیمه ایزې لوبې ترسره کیدې.دغه میله په ۱۳۵۹ کال کې دجګړوله امله بنده شوه.

۵- د خواجه سلیمان ولي یادار زیارت میله:

دغه میله به دزرمت په جنوب کې دمموزو سیمې ته څیرمه د دار زیارت ترڅنګ جوړیدله، دلته به هم دنارینه و میله ځانته او دمیرمنو میله به ځانته یوبل ته نږدې جوړیدلې.په دې میله کې به دزرملې پر نورو سیمو سربیره درحمانخیلو، ملکانو، خواجه ګانو، لک دیوال، مینجورو، ظفرخیلو، هستوګنې،سوردیوال دکلیو خلکو او دارمې علاقداري د ځینو کلیو نارینه او میرمنو ګډون کاوو. دغه میله هم د جګړو دپیښیدو له امله بنده شوه.

دخواجه سلیمان ولي زیارت ځکه د دار په زیارت مشهور شو، چې دلته به له ډیر پخوا د نارینه و میلې جوړیدې دنورو لوبو ترڅنګ به یې د نیزه بازي او نښه ویشتلو لوبه هم کوله.هغه داسې چې د سانګې لپاره به یې میږوی پر ځمکه ټکواهه دهغه په سر به یې دار جوړاوو، په دار به یې بله نښه یا هم کوبه را ځړوله نیزه باز به له لیرې پر آس راسپور شو په دې وخت کې به ډول هم ورته وهل کیده نیزه باز یا سانګې وهونکي به په داسې حال کې چې پر آس به سپور و، دمنډې په حال کې دمیږوي له وهلو سره په یوه وخت کې پر ټوپک هماغه نخښه یا کوبه هم ویشتله.له هغه وخته دغه زیارت د دار زیارت په نامه هم ونومول شو.

۶- دزندي بابا میله:

دغه میله د اوریاخیلوپه کلي کې د زندي بابا او دزرملې د ښکلي رود ترمنځ په ښکلې سیمه کې جوړیدله. دغې میلې ته به داوریاخیلو، صالح خیلو، زاړه کوهي، نوي کوهي، اسلام خیلو، لاسې خیلو، کالیانو، خره ښۍ،مکاوې، نظرخیلو،ګورجي، جیبه، باتور،ادین خیلو پایلوچو او ځینو نورو کلیو خلک راتلل، دلته به هم په نږدې واټن کې د نارینه او ښځو میلې جوړیدلې.دغه میله هم دجګړو دتورې بلا په راتلو سره په ۱۳۵۹ کال کې بنده شوه.

۷- دچنجنکې میله :

دچنجنکې میله دزرمل مرکز تعمیر ته نږدې د ګوډلو خواته جوړیدله، درې ورځې به روانه وه، دغه میله یوازې دمیرمنو لپاره وه، نارینه و او آن تنکیو ځوانانو ته هم په دغه میله کې دګډون اجازه نه ورکول کیدله.

ویل کیږي یوځل د زرمت د لنډۍ شاه کلي اوسیدونکې شهیده ګل سیمه چې دې به دپلار دبیکسي له وجې تل دنارینه جامې اغوستې دغې میلې ته ورغلې وه، دمیلې ګډونوالو ښځو او پیغلو سخت اعتراض وکړ، ویې غوښتل چې دا ژر له میلې وباسي او جزا ورته ورکړل شي خو بیا دهغې کلیوالو میرمنو ورته وویل چې دا ګل سیمه نومیږي په کورنۍ کې بل نارینه نه لري دا مجبوره ده دنارینه کارونه وکړي او په دې خاطر دنارینه جامې هم اغوندي.( په زرمت کې دا ډول ښځې نورې هم وې چې زیاتره به یې دبیکسي او ځینو رواني حالاتو له مخې دنارینه جامې اغوستې چې په نرمخو مشهورې وې)

دچنجنکې په میله کې به د نورو ساعتیریو ، سندرو او اتڼونو ترڅنګ کاکونه هم پخیدل او دلارې ستړو مسافرو ته به تاوده تاوده ورکول کیدل.

(کاکونه هغه ډوډۍ دي چې میرمني یې په تبخي یا تیغنه پخوي په زرمت کې به له دې ځایه پرته په زیاترو زیارتونو او هدیرو کې دکلیو خلکو دغه ډول ډوډۍ پخولې او بیا به یې خیراتولې.)

دچنجنکې په میله کې به د ګلداد خیلو، لنډۍ شاه،  صالح خیلو، کوهي، خره ښۍ، ادین خیلو، ډیري او دتعمیر شاوخوا کلیو سربیره دپکتیکا ولایت دځینو سیمو اوسیدونکو هم برخه اخیستله.

۸- دچهار چاخې میله:

دغه میله به هم داخترونو په ورځو کې دسهاکو د چهارچاخې په سیمه کې دریده.ددغې میلې پیل به د ډول په وهلو کیده، دزرمت او شاوخوا ولسوالیو او ولایتونو نیزه بازان، نښه ویشتونکي، سوداګر ، هنرمندان او نورخلک به د چهارچاخې په دښته کې را ټولیدل او همدلته به میله دریدله.سوداګرو او دکاندارانو به دوه ورځې دمخه دکانونه او سماوارونه جوړول، په هوټلولونو کې به کنسرتونه و، په هغو سماوارونو کې چې ساز او چلم به هم و، دچای او خوراکونو بیې به یې تر نورو لوړې وې.په هغه سماوار کې چې ساز او چلم به و، هلته به چای په یوه افغانۍ او په کوم کې به چې نه و، دچای بیه به یې یو غیران یا پنځوس پوله وه.

نښه ویشتونکو به دمیلې یوې څنډې ته نښه ایښې وه او دنښې ویشتلو لپاره به یې سره سیالي کولې، دمیلې په هره برخه کې به ډولونو او سازونو ته مست اتڼونه کیدل.

۹- دبیګوالو میله:

دغه میله به داختر په وروستۍ ورځ دبیګوالو سیمې په سمندر کلا کې جوړیدله، په دې میله کې به هم سیمه ایزې لوبې ترسره کیدې، سندرې او سازونه به و.

دبیګوالو میلې ته به دشاوخوا کلیو خلک راتلل.

په دې میله کې به هغه تجارت چې دزرمت په ځینو میلو کې رواج و، نه کیده. په دې میله کې به هم ځینې سیمه ایزې لوبې لکه خوسی، ټوپ اچول، ډبره اچول او هګۍ جنګول هم کیدل .

وړاندیزونه:

-  دپکتیا په اړه دمنظمو څیړنو لپاره دې دافغان حکومت او نړیوالې ټولنې په ملاتړ په پکتیا کې یو ستر څیړنیز مرکز پرانستل سي.

-      د زرمت زیاتره میلې خپله دسیمې خلکو جوړولې، بیرته راژوندي کول یې هم دسیمې دخلکو کار دی، خو زموږ لیکوال، کلتوري ټولنې کولی شي په دې اړه لیکنې وکړي، خلکو ته بیرته هغه تیر خواږه وختونه وریاد کړي، څو بیرته وکولی شو بیرته هغو تیرو وختونو ته ورستانه شو او دکرکواو کینو پر ځای یو دمینې ګډ ژوند پیل کړو.

-      دتوتو یا طالبانو میله له هغو میلو څخه ده، چې کولی شو بیرته یې احیآ کړو، هغه داسې چې دلته زموږ سیمه ایزې ادارې او کلتوري ټولنې باید له خلکو سره خبرې وکړې، دتوتو په وخت کې دسیمې دخلکو او دیني علماوو په مرسته په هغه سیمه کې بیرته دغه میله راژوندۍ کړي، تر څنګ یې همدلته یوه کلنۍ مشاعره هم په پام کې ونیسي، دهیواد له ټولو ولایتونو او له هیواد څخه بهر شاعران ورته راوبولي، پکې دکال دشاعر دټاکلو او دکال د دریو غوره شعرونو او شاعرانو دټاکلو لپاره هم یو میکانیزم جوړ کړي.

ددغو ټاکلو ځایونو ترڅنګ به چې دمخه یې یادونه وسوه،کله کله داخترونو او نورو خوښیو په ورځو کې په نورو کلیو عمدتآ دزیارتونو ترڅنګ میلې جوړیدلې.په دغو میلو کې به سانګې وهل کیدې، ډولونه او اتڼونه به ول، میرمنو به دایرې وهلې، هګۍ او چارمغز جنګي به وې.

داخترونو او خوښیو په ورځو کې به زرمت د افغانستان دویاړلي بیرغ غوندې ښکلی و، تر کومه چې زما یاد دي ددغو خوښیو په ورځو کې به له هرکلي ښځې او پیغلې په سندرو او ګډا میله ځایونو ته تلې دوی به نوې جامې اغوستې وې څو تنو به دایره وهله او سندرې به یې ویلې نورو به دهغو مخې ته نڅا کوله او همداسې په اتڼ او ګډا به تر میله ځایه پورې تللې. له هر کلي به دځوانانو ډلې له ډولونو سره راوتلې او همداسې په اتڼ او ګډا به میله ځایونو ته تلل.

زه چې له جګړو دمخه دزرمت هغه دخوښۍ او میلو ورځې رایادوم داسې راته ښکاري لکه کوم ښکلی خوب چې وینم.موږ خپلې څومره خوښۍ له لاسه ورکړې دي تل مې په ذهن کې دا پوښتنه وي آیا داسې وخت به بیا هم راشي؟

---------

یادونه: دغه مقاله دپکتیا پیژندنې په سیمینار کې چې په ۳۰/ ۷/ ۱۳۸۹ نیټه په ګردیز کې جوړ سوی و، ولوستل شوه.