rokhan

روښان

روښان

دپښتنو لیکوالو داړیکو دټینګښت مسله

13.10.2009 11:44

په کابل کې دپښتو نړیوال کنفرانس په ویاړ

-----------------------                                                                               

                                                                              علم ګل سحر

                                                                   ========

دپښتنو لیکوالو داړیکو دټینګښت مسله

ښایي داډیرو ته دحیرانتیا وړ خبره وي چې موږ په یوویشتمه پیړۍ کې دیوې ژبې دلیکوالو داړیکو او تعلقاتو مسله دیوې مخې ته پرتې ستونزې په توګه مطرح کوو، په داسې زمانه کې چې نړۍ ورځ په ورځ دیو کیدو په لوري روانه ده .

په نوره نړۍ کې دیوې ژبې نه، بلکې دبیلابیلوژبودلیکوالو داړیکو ستونزه مطرح نه ده او دمختلفوهیوادونو دلیکوالو دتعلقاتو دنږدیوالي په مخه کې خنډونه نشته ،خو پښتانه اودپښتو ژبې لیکوال کلونه کلونه له یوبل څخه لیرې ساتل شوي دي ، تر پیړۍ زیاته موده کیږي چې پر واحد وجود یې دبیلتون چاړه را تیره شوې ده .دوی یو دبل له ادبي هلو ځلو خبر نه دي ، اثار یې ډیر ناوخته یوبل ته رسیږي ، دخپلې ژبې تر لیکوالو دنورو ژبو دلیکوالو اثار ژر ورته رسیږي . کله کله خو داسې هم پیښیږي چې دلته اوهلته دوو لیکوالو پر یوه موضوع څیړنه کړې وي دوی یو دبل له حاله او اثارو ژر نه خبریږي.

تر جګړې دمخه دسولې په شرایطو کې حالات تردې بدتر و، په هغو کلونو کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ مناسبات داسې ساتل شوي ول،چې یو دبل خاورې ته تګ راتګ جرم ګڼل کیده ،ددغو کړکیچنواړیکواوحالاتو زیان پښتو ژبې او ادب ته رسیده .حکومتونو او په حکومتونو کې ځینو کړیو نه غوښتل چې دتپل شوې کرښې دواړو خواوو ته پراته پښتانه سره نږدې وي او ددواړو خواوو لیکوال علمي او کلتوري اړیکې ولري ، داچې دا مسله یوه سیاسي مسله ده زه  ډیر بحث نه پرې کوم.

خبره دپښتو لیکوالو دتعلقاتو ده هغه وخت به هم که یونیم وخت کوم لیکوال له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته ولاړ،نو له څومحدودوکسانوسره به یې لیدلای شوای ، هغه به هم دوخت حکومتونو ترې سیاسي ګټه پورته کوله په کابل کې د لوی شاعر محترم اجمل خټک او ځینو نورو لیکوالو او شاعرانو لنډمهاله او اوږد مهاله اوسیدنه یې یوه بیلګه بللی شو.

په شپیتمه لسیزه کې دافغانستان دلیکوالو په ټولنه کې دپښتونخوا دادبیاتو څانګه جوړه شوه او دپښتونخوا دځینو لیکوالواو شاعرانو اثار یې هم خپاره کړل ، له دې نه دوخت دولتي واکمني سیاسي ګټه پورته کوله خو دپښتنو لیکوالو دیووالي او اړیکو دټینګښت په برخه کې عملي ګام وانه خیستل شو.

دهجرت په چاپیریال کې داستاد محمد صدیق پسرلي په مشرۍ دکلتوري ودې دټولنې جوړیدل او دسپیدې مجلې خپریدل او ورپسې په پیښور کې دپښتنو لیکوالو په نوښت دافغان ادبي بهیر جوړیدل او په دې برخه کې ددواړو غاړو دلیکوالو نورې خورې ورې هلې ځلې په دې لاره کې لومړني ګامونه بللای شو.

افغان ادبي بهیر چې په پیښور ښار کې یې اوونیزې غونډې کولې پکې لروبرو لیکوالو اوشاعرانو ګډون کاوو.

او همداسې ورپسې په کوټه ښار او دپښتونخوا په نورو سیمو کې ورته غونډې او ټولنې جوړې شوې.

که څه هم اوس دلیکوالو لیدنې کتنې او ګډې غونډې کیږي خو لا ډیرې ستونزې شته .زموږ لیکوال یوه ګډه ټولنه او اتحادیه چې لراو بر لیکوال او په نورو هیوادونو کې میشت لیکوال پکې را ټول شي،نه لري .په کابل کې دافغان کلتوري ټولنو دجرګې جوړیدو تر ډیره حده دغه ستونزې لیرې کړې دي خو لا نورو ګامونو اخیستلو ته اړتیا شته.

زموږ لیکوال که له کابله پیښوراو کوټې او له کوټې ،پیښوراو صوات څخه کابل،کندهار او مزارشریف او یا نورو سیمو ته ځي له ډیرو ستونزو سره مخامخ وي ، آن کله کله دزندان تر حده سپکاوی ورته کیږي .

په حکومتونو کې ځینې کړۍ غواړي دپخوا په څیر پښتانه په مختلیفو نومونو سره لیرې وساتي ، کله دپاسپورټ بهانه وي ،کله دویزې او کله نورې سیاسي او ظاهرآ قانوني بهانې وي ،چې زموږ لیکوال نه پریږدي دیو هیواد دوګړو او یوې ژبې د ویونکو په توګه سره نږدې وي.

نن که یو جرمنی کولای شي انګلیستان،ډنمارک،سویډن،فرانسې او نورو اروپایي هیوادونو ته بې له پاسپورته ولاړشي او که داروپایي هیوادونو هر وګړی وغواړي بل اروپایي هیواد ته بې له پاسپورته او بې له کومې ستونزې ولاړشي ، ولې یو پښتون ونه شي کړای دخپلې خاورې بلې برخې ته بې له پاسپورته ولاړشي ،داخنډونه باید له منځه ولاړشي.

خبره رالنډوم دپښتنو لیکوالو دهمیشني یووالي او اړیکو دټینګښت لپاره څو وړاندیزونه لرم هیله ده ورته پاملرنه وشي:

-        دټولو پښتنو لیکوالو دیووالې لپاره په کار ده دلیکوالو یوه سراسري ټولنه یا اتحادیه جوړه شي،داتحادیې په مشرتابه شوراکې به لروبرپښتانه لیکوال او له هیواده بهر نور لیکوال او شاعران غړیتوب ولري ، دټولنې مرکزي دفتر به په کابل کې وي او په ټولو ولایتونو،صوبو،ضلعواو له هیواده بهرنورو هیوادونو کې به یې سیمه ایزې څانګې جوړیږي .

-        په مختلفو ولایتونواو صوبو کې دې دلروبرو پښتنو لیکوالو او له هیواده بهرلیکوالو دیاد یا دنورو موضوعاتو په اړه ګډې غونډې او سمینارونه جوړ شي.

-        دکابل،کندهار،ننګرهار،خوست،هرات،پکتیااونوروپوهنتونونودادبیاتو پوهنځي دپښتو څانګې باید دنوروپوهنتونونو محصلینو ته په کابل او نورو ولایتونواودکابل او نورو ولایتونومحصلینوته باید په پیښوراو کوټه کې دزده کړې لاره هواره شي.

-        په کابل کې دعلومو اکاډمي او په کوټه او پیښورکې پښتو اکاډمۍ خپل فعالیتونه سره همغږي کړي او ددغو اکاډمیو غړي او څیړونکي بایدپه خدمتي ډول په یوه اوبله اکاډمي کې په کار وګومارل شي او ګډې څیړنیزې پروژې پرمخ بوزي.

لازمه ده دداسې شرایطو د رامنځ ته کولو لپاره کار وشي چې هر پښتون لیکوال او ژورنالست وکولای شي دافغانستان او پاکستان هرې سیمې ته دڅیړنیزواو ادبي فعالیتونودسرته رسولولپاره بې له کوم مزاحمته تګ راتګ

وکولای شي.

 

یادونه: دغه مقاله په کوټه کې دپښتو نړیوال کنفرانس لپاره لیکل شوې وه،چې هغه وخت خپره نه شوه.