rokhan

روښان

روښان

د شپې نوم

21.10.2009 09:15

 

                              علم ګل سحر

  د شپې نوم

ما هم خپلې نامينځلې څڼې غوړې كړې او له نورو انډيوالانو سره د ډاډسن موټر په سورلي د كابل پر لوري روان شوو، زموږ د كلي د عُشر پخواني امر جمرود چې موږ ټولو به امر صاحب باله، لا يوه مياشت دمخه د چا په خوله احوال رالېږلى و چې يو ځل يې ليدلو ته ورشو، خو دا څو ورځې هلته جګړې وې، معلومه ده چې جمرود هم ښه پكې بوخت و، موږ هم ډېره تلوسه لرله چې لاړ شو هم هغه ووينو او هم ځينې نور حكومتي چارواكي.
ځكه زموږ په منځ كې هم لانجې وې، لونګ او غلام د ولايت پر سر دعوه لرله، د لونګ سړو د ولايت ودانۍ نيولې وه او د غلام وسلوالو بيا فرقه نيولې وه، جمعه الدين لا په ټولو كېگ ښه و، چې په امنيه قوناندانۍ يې ځان قانع كړى و.
د لونګ او غلام د وسلوالو كسانو تر منځ جګړه ونښته څو ورځې يې يو بل ته مورچلونه نيولي وو او د يو بل سړي يې يرغمل نيولي وو، هر يوه غوښتل چې والي شي، خو اخر زموږ د كليوال نياز محمد په خبره "ژاولې چخونيا شوې نه د تا شوې نه د ما شوې" يعنې سرور له پاسه مكتوب راوړ او ځان يې والي وټاكه. خو لا تر اوسه د لونګ وسلوالو هغه ولايت ته نه و ورپرېښى.
په لاره كېگ مو ښه تود مجلس جوړ كړى و، ځانونه مو داسې ښودل چې پخپلو منځو كېگ هېڅ اختلاف نه سره لرو، يوه وويل:
_ ياره كه جمرود اوس ووينې ولاكه يې و پېژنې، پهو داسې مزې شوي چې خبرې يې مه كوه، برګه دريشي يې اغوستې وي، ځمكې ته لا سم نه ګوري.
لاهوري ورغږ كړ:
_ هسې نه چې اوس موږ ونه پېژني.
روح الله وخندل.
_ لېونى كېگږه مه، هغه اوس موږ او تاسې ته اړ دى، د چوكيو په سر ټول ورسره دښمنان شوي دي چې موږ د ځان ملګري نه كړي، په يوازې سر به څه كوي او بيا يې ما ته مخ راواړاوه:
_ كه څنګه ماليم صاحب؟
ما يوازې سر ورته وښوراوه، زه پخپلو سوچو كې غرق وم، ټولو ته مې ويلي وو، چې كه خداى كول له هغې خوا به ولسوال راځم، خو ولسوالۍ ته معراج الدين هم سترګې پټې كړې وې او اوس هغه هم له موږ سره په دې سفر كېگ ملګرى و.
معلومه نه وه، چې برد به زما وي كه د هغه، ده هم ترڅنګ راته كتل، زړه يې نه غوښتل چې زه هم په لاره كېگ ورسره ملګرى و اوسم، ما پخپل زړه كې پاچاهي جوړه كړې وه، ولسوال وم، خلك مې مباركۍ ته راتلل، ما امرونه كول.
په دې وخت كې د لارې په پاټك كې چا زموږ موټر ودراوه، وسلوال د موټر دروازه خلاصه كړه په غوسه يې وويل:
_ راكوز شئ، مېلمانه ياست؟.
لونګ په بې اعتنايۍ ورته وويل:
_ وايه څه وايې؟
_ اسناد مو راكړئ.
لونګ جمعه الدين ته مخ ور واړاوه:
_ كارټ دې راوړې دي؟
_ هو دغه دى.
وسلوال كارټ په يوه بله خوا واړاوه، شونډې يې پرې ښورولې بيا يې سر ترې راپورته كړ:
_ په كارت مارت دې نه پوهېږم، دا ووايئ چې د چا نفر ياست؟
لونګ په غوږ كې څه ورته وويل. د وسلوال رنګ تور واوښت.
_ ښه داسې؟
دوه نور وسلوال يې چې هلته ولاړ وو، هم را وغوښتل له موږ څخه يې وسلې واخيستلې او بيا يې په يوه كوټه كې بنديان كړو.
لږه شېبه وروسته هماغه وسلوال له يوه بل وسلوال سره راغى لونګ په غوسه ورته وويل:
_ اخر د څه لپاره مو دلته كښېنولي يو، تاسې كوم امر يا قوماندان لرئ كه نه، چې زه خبري ورسره وكړم؟
وسلوال په بې تفاوتۍ وويل:
_ دلته موږ هر يو امر يو، پوه شوې كه نه؟
بيا يې سم له لاسه ټول تلاشي كړو، پيسې او ساعتونه يې راڅخه واخيستل، دروازه يې خلاصه پرېښوده، څو ګامه لاړ، بېرته را وګرځېده په موسكا يې وويل:
_ اوس نو تلاى شئ.
موږ هم پټه خوله بهتره وبلله، ځوړند سرونه راروان شوو، ټول پټه خوله وو، تر ډېره مو څه نه ويل.
خو دا چوپتيا جمعه الدين ماته كړه، تر اوږده اسوېلي وروسته يې وويل:
_ په ګړۍ مې ډيره خوا بده ده راديو ګړۍ وه راديو.
روح الله په خندا وويل:
_ مه خپه كېږه څه خپل ساعت خو دې نه و، په كومه لار چې راغلى و- په هغه لاړ.
دا نورو ته يې سترګه ووهله پسې زياته كړه:
_ كانه جامه دينه، زه او ته خو سره پوهېږو.
په كابل كې بيا جګړه پيل شوې وه، دوه شپې مو نورې هم د لارې په يوه سماوار كې تېرې كړې، په درېيمه ورځ جګړه د ښار بلې څنډې ته لاړه، موږ هم د كابل پر لوري حركت وكړ، غرمه مهال ښار ته ورسېدو، ښه و جمرود دفتر ته راغلى و.
جمرود رښتيا هم بدل شوى و، په څرخي څوكۍ كې به كله يوې خوا كله بلې خوا ته تاو شو، خداى شته چې له موږ سره يې په چلند كې كوم بدلون نه و راغلى له ټولو سره يې په غېږ روغبر وكړ، د هر يوه يې ځان- ځان ته پوښتنه وكړه، موږ خپلې خپلمنځي ستونزې او لانجې يوه يوه ورته بيان كړه، ټولو ته يې غوږ نيولى و، زموږ له خبرو وروسته يې په بې تفاوتۍ سره وويل:
_ ورك يې كړئ، په ولايت او ولسوالۍ پسې مه ګرځئ اوس زموږ له لاسه وتلي دي، هغه مو په وېش كې دا نورو ته وركړي دي.
له دې خبرې سره مې زړه كش وښويېده كه و كه نه و ما خو ځان ولسوال بللى و خولې راباندې راماتې شوې، ژر ژر مې د څادر په پڅه پاكې كړې، د لونګ رنګ هم ژېړ غوندې شو، جمعه الدين هم سترګې ښكته واچولې، د خپلې څپلۍ په سګك لګيا شو، امر صاحب لكه چې زموږ په خپګان او وارخطايۍ پوه شوى وي.
تر لږې چوپتيا وروسته يې وويل:
_ خو تاسې غم مه كوئ، په داسې ځايونو كې به مو مقرر كړم چې په يوه مياشت كې هر يو د شخصي والګا څښتنان شئ.
بيا يې لونګ ته مخ ور واړاوه:
_ تا خو به سمدستي د يوې قطعگگې كومندان "قوماندان" كړم.
لونګ ورته وويل:
_ څه ووايم، زه خو له والي توبه بل شى نه غواړم.
_ لېونيه! په خداى، ډېر ښه ځاى دى، ډګرجنرالي به هم دركړم.
_ نه نه زه بايد والي شم والي. اوس مې كور ودانې مباركي راكړې ده.
امر صاحب جمرود په بې حوصله ګۍ وويل:
_ توبه لانت "لعنت" دې په شيطان وي، درته ومې ويل چې په وېش كې ولايت د دې نورو په پچه ختلى دى، ډګرجنرال تر والي غټ وي، لونګ پر خپله خبره ټينګ و:
_ نه نه يا بايد والي شم، كه بيا مې والي كوئ نه، نو ډګر جنرالي نه غواړم بيا بريد جنرالي راكړه.
_ ډګر جنرال خو تر بريد جنرال غټ وي، چې بيا ته بريد جنرالي غواړې، دا يې بريد جنرال، پيريانو ته غزنى څه دى دا خو. . .
جمعه الدين يې په خبره كې ور ولوېده:
_ بيا نو دا ډګرجنرالي ما ته راكړه.
چورت مه خرابوه، اسانه ده.
بيا يې ما ته مخ راواړاوه:
_ ښه ماليم صاب ته څه شى غواړې؟
ما ورته وويل:
_ ما خو ولسوالۍ ته ځان جوړ كړى، خو چې ته وايې هغه د بل چا په پچه ختلې ده، بيا نو ما ته هم كومه جنرالي منرالي راګوره.
جمرود له څوكۍ را پاڅېده په دفتر كې يې په قدم وهلو پيل وكړ زما مخې ته ودرېده:
ګوره ماليم صاب ته خو نام خداى هوښيار سړى يې، موږ كار د كار هل (اهل) ته سپارو، ته جنرالي څه كوې، خپل كار او مسلك ته دې لاړ شه.
بيا يې پسې زياته كړه:
_ شونډې دې ولې وځړېدې، خپه كېږه مه، بيرته دې اول صنف ته نه لېږم، په پانتون (پوهنتون) كې به دې د كوم پوهنځي معاون مقرر كړم، د رياست لپاره يې بل څوك په زوره راولېږه.
_ نو زه به هلته څه وكړم؟
_ وارخطا كېږه مه، علمي رتبه به هم دركړم، پوهنوال موهنوال به دې كړو، بيا په رئيس اسناد پيدا كړه كه خداى كول په يوه مياشت كې به يې بستره په څټ كې وركړم او تا به رئيس كړم.
بشير په پوزخند سره وويل:
_ دى غريب خو اول جومات ته سبق نه شي ويلاى په پانتون كې به څه كوي.
_ مه ګرځه، رئيس هم څه د تورې بنګړى نه دى، دى خو يې لا معاون دى.
امر صاحب جمرود هر يوه ته په مكروريانو كې د يوه يوه كور وعده هم وركړه، زه پر حالاتو ډاډه نه وم، په سبا مې د خپلې مقررۍ مكتوب تر لاسه كړ، هسې نه چې بل څوك تر ما ړومبى شي. مخامخ پوهنتون ته لاړم، د دروازې د مخې پيره دار ودرولم:
_ اى څه كوې خير خو به وي چې داسې نېغ نېغ روان يې؟
ما خپل مكتوب ور وښود.
_ دا دى مكتوب زه دلته ماوين (معاون) مقرر شوى يم.
_ د چا په امر؟
_ د جمرود په امر.
وسلوال له خندا سره په شا ولاړ:
_ زوى دې مړ شه وايي پكه چا په ورا نه پرېښوده، دې د سركجاوې غوښتې، هغه اوس دومره شو چې خلك مقرروي توبه، توبه.
ټوپكوال په زوره خندل، خو له خندا سره يې په ټڼده (تندي) كې ګونځې را پيدا شوې په لږ څه لوړ غږ يې راته وويل:
_ ځه ورك شه، رنګ دې د مامين (معاون) نه دى.
خو ما لا ټينګار كاوه په زاريو مي پيل وكړ، وېرېدم هسې نه چې اوس بل څوك مكتوب راوړي او تر ما ړومبى څوكۍ ته ځان ورسوي، زما زاريو د ټوپكوال زړه هم نرم كړ راته ويې ويل:
_ ځه لاړ شه، د پوستې د قوماندان جنرال ميرزا امر راوړه.
په قوماندان پسې يوې بلې خوا ته وګرځېدم، جنرالان ډېر و، خو جنرال ميرزا مې پكې پيدا نه كړ، د پوهنتون بلې څنډې ته پسې لاړم. دلته حالت بل ډول و، وسلوالو په ويالو، او د ټولګيو په كړكيو او د ګلانو د وچو بوټو په منځ كې مورچلونه نيولي وو، يوه نيم خو له شګو څخه د ډكو بوجيو شا ته ځان پټ كړى و، څو ګامه لا نه وم تللى چې يوه راباندې غگږگ كړ:
_ اهاى چېرته ځې د شپې نوم لرې؟
_ د شپې نوم؟ اوس خو ورځ ده.
بل ملګري يې له ليرې را غږ كړ:
_ دې ته ورځ وايې؟ چې موږ په مورچلو كې پراته يو او دا نور په پستو چوكيو نرم ګرم ناست دي؟
چې ما څه ونا ويل نو خپل ملګري ته وويل:
_ ورشه شپه ورته وښيه.
زه ځاى پر ځاى ولاړ وم، نه پوهېدم څه ووايم له شا څخه د كلاشينكوف د كنداغ وار راباندې وشو، سر راباندې وګرځېده سترګې مې تورې شوې خو پر ځمكه ونه لوېدم لاس مې په دېوال تكيه كړ، ټوپكوال په غوسه وويل:
_ څنګه اوس شپه ده كه ورځ؟
_ ش، ش، شپه.
خو هغه بل چې ځان يې قوماندان قوماندان كاوه، دا بل ته په قهر وويل:
_ شپه دې ورته ونه ښودله. وايم په ورځ كې د اسمان ستوري پې ووينه پوه شوې كنه.
ټوپكوال دا ځل په ډېر قوت سره ټوپك پورته كړ، نور زه په ځان نه يم پوهېدلى.
اوس توره شپه ده، نه پوهېږم چېرته يم پر مخ مې لكه چې وينې وچې شوې وي چې لاس وروړم لكه په خټو چې كاګل شوى وي، نور نه پوهېږم بېخي تياره ده داسي معلومېږي چې موږ په يوه لويه خونه كې بنديان يو، په دېوال د تختې په څېر څه شى په ګوتو راځي. كېداى شي د پوهنتون كوم ټولګى وي كېداى شي د هغه پوهنځي ټولګى وي چې زه يې مرستيال ټاكل شوى يم، څوك څه خبر دي كېداى شي زما دفتر وي، خو د زخمونو دردونه مې په دې باره كې نورو فكرونو ته نه پرېږدي راسره نور بنديان ډاډ راكوي وايې چې غم مه كوه ته بختور يې تنظيم لرې كه امر يا قوماندان دې خبر شي حتماً به دې په تبادله كې په چا بدل كړي، ازاد به شې، افسوس زموږ په حال چې نه په اسمان ستورى لرو نه په ځمكه سيورى!!!

كابل
21/4/1373