rokhan

روښان

روښان

دمتلونو کیسې / علم ګل سحر

01.12.2009 12:15

هغه چرګې مړې شوې،چې دسرو زرو هګۍ به يې اچولې

 

پخوا له ميلاد څخه څوسوه کاله د مخه په نړۍ کې دوه لويې امپراتورۍ وې،چې يوه يې دروم امپراتوري وه او بله يې د ايران دساسانيانو امپراتوري وه. په هغه وخت کې دايران امپراتوري ډېره قوي وه او يونان کوچنى هېواد و، ديونان پاچا فليپ نومېده، فليپ د مشهور سکندر پلار و، فيلپ به خپله کلنۍ ماليه ايران ته ورکوله ، دايران پاچا په يونان دسرو زرو د هغې چرګې نوم ايښى و، چې د سرو زرو هګۍ به يې اچوله، بيا چې فليپ مړشو او سکندر په ٢٣ کلنى کې پاچا شو، نو دماليې له ورکولو يې ډډه وکړه، دايران پاچا ته يې ليک وليکه په ليک کې يې ليکلي و، چې هغه چرګې مړې شوې،چې د سرو زرو هګۍ به يې اچولې، په دې ماناچې يو نان له دې وروسته ايران ته ماليه نه ورکوي.

په ځواب کې دايران پاچا خسرو ددې له پاره،چې سکندر پوه کړي، نو ده ته يې يو توپ او ډنډه سره له ږدنو ورولېږل، توپ او ډنډه په دې مانا،چې ته لاتراوسه کوچنى يې، ستا د ساعتيري او لوبو وخت دى او ږدن په دې مانا،چې دايران پوځ شمېر ډېر زيات دى، دا پوځ به دى او دده پاچاهي ټول له منځه يوسي، کله چې سکندر ته ورسېدل، سکندر ږدنو ته چرګې ورخوشې کړې، چرګو ټول ږدن وخوړل، په ډنډه به يې توپ واهه او له هرځل وهلو سره به يې ويل،چې زه به له دې وروسته دايران له حکومت سره داسې لوبې کوم.

­­­­­­­­­­------------------------------

 

که ته کافر يې خو زما ځيګريې

 

وايي،پخوا به مسلمانان او کافران يو ځاى اوسېدل ويل کيږي،چې هغه وخت يوه مسلمانه نجلۍ دلرګيو دراوړلو له پاره غره ته تللې وه، چې څو کافران راغلل او دا نجلۍ يې وتښتوله، دانجلۍ ډېره ښکلې وه، هلته يوه کافر واده ورسره وکړ، نجلۍ ډېره خواشينې وه، تښتېدلى هم نه شوه، ځکه هغوى به يوازې نه پرېښوده، په دې کې ډېره موده تېره شوه، د نجلۍ زوى وشو، کله چې يې وروڼو او خپلوانو ته ځاى ورمعلوم شو، ورغلل نجلۍ ته يې وويل،چې هله ژرکوه،چې ځو، نجلۍ خپل ماشوم زوى هم له زانګو څخه راواخېست، خو وروڼو يې په کاوړاوغوسه وويل،چې دامه راخله دا هم کافردى، دې هم له وېرې راوانه خېست او له وروڼو سره روانه شوه،چې څوګامه ولاړه، زوى يې نه هېرېده، بېرته يې ورمنډه کړه، خپل ماشوم زوى يې په غېږ کې راواخېست ويې ويل : که ته کافريې ، زما ځيګريې.

 

 

 

 

 

تربې عقل دوست هوښياردښمن ښه دى

 

وايي،يو غل و، ده دپاچا داوسېدو دځاى او ورسره خزانې درک لګولى و، ديوه لغم له لارې يې په څوشپوکې ځان د پاچا ځاى ته ورساوه، ويني،چې پاچا په خواږه خوب ويده دى، ساتونکي يې له وسلې سره ورته ولاړ دي،چې د پاچا او خزانې ساتنه وکړي. غل هم له لېرې څخه دا حالت ګوري، په پاچاباندې يو مچ ناست دى، مچ يې کله په سر، کله په مخ، کله په پوزه، کله په زړه کښېني.

پاچا په خوب کې ډېر سرګردانه معلوميږي، يوې بلې خواته لاس اچوي، ساتونکي سرتيري يې يوه غټه توره راواخېسته،چې دا مچ ،چې په پاچا کښېني ووژني ورته غلى دى، چې مچ کښينې او دى وار پرې وکړي، غل هم دا حالت ويني، بالاخېره مچ د پاچا په سرکښېني ،محافظ توره پرې پورته کوي، غله غږ پرې وکړ،چې مه کوه، په دې حالت پاچا له خوبه راويښيږي او له موضوع خبريږي غل هم کيسه ورته کوي، غله پاچا د خپل ساتونکي له ګوزاره وساته، نو پاچاوايي،چې ساتونکى مې بې عقل دوست و او غل مې هوښيار دښمن، زما ژوند يې بچ کړ. بې عقل دوست نېږدې و، ماووژني، خو هوښيار دښمن وژغورلم، له هغه وروسته دامتل وشو،چې :

تر بې عقل دوست هوښيار دښمن ښه وي .