rokhan

روښان

روښان

دیو لوی انسان یاد / علم ګل سحر

31.12.2009 12:39

علم ګل سحر

دعلامه اکاډیمیسن پوهاند عبدلشکور رشاد دوفات دپنځمې کالیزې په مناسبت

=======================================

دیو لوی انسان یاد

 

    په هغه ورځ مې لا له سهاره خوا شنه وه،لکه دسړي چې هډونه خبر وي چې له یوه لوی غمه به خبریږي،پخپل کار نه پوهیدم،هسې مې دکمپیوټر تڼۍ کیکښلې،په ازادي راډیوکې مې خپلې یودوه خپرونې واوریدلې خو ایډټ مې نه کړې.

له غرمې وروسته دانګلیسي کورس ته ولاړو دکورس په نیمایي کې اجمل تورمان راغی په دروازه کې یې په ډک ستوني زما نوم واخیست،ماکتابونه سره راټول کړل له چوکۍ راپورته شوم په دې وخت کې خالد نویسا راغی او دا دلوی ویر خبر یې راکړ،استادرشادوفات شوی دی،جنازه یې په چهارصد بسترروغتون کې ده.

خدای خبر چې زما حالت به څنګه شوی وي،بیرته مې ایله ځان چوکۍ ته ورساوو،پخپل ځای کې کیناستم دژرپاڅیدو توان مې په ځان کې نه لید،دانګلیسي ژبې استادمجاهد جواد د ډاډینې خبرې وکړې خو ما سمې وانه وریدې،چې دفتر ته راغلم دتورمان صاحب سترګې له اوښکو ډکې وې ،استاد اسدالله غضنفرپر میز څو پاڼې کاغذونه چې دعلامه استاد پوهاند رشاد دمړینې په خبر یې تورې کړې وې پرتې وې،دغه دردونکي خبر دغضنفر روان قلم چې په څو دقیقوبه یې علمي مقاله پرې لیکله هم درولی و.څه عادي خبر خو نه و،نن یو غر رانړیدلی و،نن لمر تپ شوی و،نن هغه زړه دریدلی و،چې دافغان او افغانستان له غمه یوه شیبه هم بې غمه نه و،پاتې شوی،نن هغه څوک زموږ له منځه تللی و،چې لوړ سر یې بې له خدایه هیچا ته ټیټ نه شو،نن هغه قلم دریدلی و،چې ټول عمر په خوږه پښتو چلیدلی و،نن زموږ دپوښتنو ځواب فنا شوی و،نن دپښتو دادب دآسمان ځلانده ستوری را پریوتی و.

ژر مو ځانونه چارصد بستر روغتون ته ورسول ،نور لیکوال او شاعران په ژړاندو سترګو ولاړ ول،حافظ صاحب خو به هر شاعر او ادیب ته په غاړه کې لویده او په چیغو چیغو یې ژړل.

دعلامه استاد رشاد دمینه والو او دافغانستان دخلکو له خوا استاد ته دوروستي درناوي لپاره دده جنازه دوه ورځي په روغتون کې کیښودل شوه،دپنجشنبې په ورځ استاد ته  د درناوي دوروستیومراسمو له سرته رسولو وروسته پریکړه وشوه چې جنازه سبا په څلورنیمې بجې دکندهار ولایت په خوا ولیږدول شي.

زه په هغه شپه سوچونو پسې واخیستم،دخپل وطن او خلکو په بد نصیب ژړیدم چې یو لوی غمخور یې له لاسه ورکړی و.نږدې تمامه شپه ویښ پاتې شوم،په هغه ساعت مې سترګې سره ورغلې وې چې عبدالهادي هادي او اولرحمن رودوال زما دکور دروازه ټکوله ددوی په وینا له ښه ځنډ وروسته ورووتم .

دجنازې له شا مو حرکت وکړ په شاجوی کې له استاد غضنفر،کاروان صاحب،محمد الیاس وحدت،صدیق الله بدر او بازمحمد عابد سره یوځای شوو،غرمه مهال کندهار ته ورسیدو.دکندهار ښار پر لویه دروازه لیکل شوي ول:

کندهار دعلامه رشاد عظمت ته داحترام سر ټیټوي

د کندهارپه لویه عید ګاه کې داستاد جنازه وشوه داسیمه چې د کندهار پوهنتون هم همدلته دی د کندهارله ښار څخه په لږ لیرې واټن کې پرته ده،په هغه باراني ورځ په زرګونو کسان داستاد جنازې ته راغلي ول.

دښکلي کندهار په څیره کې په هغه ورځ دوه نښې څرګندې وې یو هغه لوی ماتم و،چې نه یوازې په کندهار بلکې په ټول وطن یې وزر غوړولي واو بل په عین ویر کې یو ډول ستر ویاړ و،چې تاریخي کندهارزموږ دپیړۍ لوی انسان ته پخپله غیږ کې ځای ورکاوو.

په سبا مو دخرقې مبارکې په جومات کې داستاد له فاتحې وروسته دکابل په لوري حرکت وکړ،په لاره موږ ټولو په هغو فرصتونو افسوس کاووچې دعلامه پوهاند اکاډیمیسن استاد رشاد په ژوند مو له لاسه ورکړي ول.ولې موهره ورځ له استاد سره نه کتل، ولې مو دهغه عالمانه خبرې چې بیا به یې هیڅکله وانه ورو او نه به یې په کتابونو کې پیدا کړو ثبت نه کړې.ولې دهغه دکار او ژوند په باب فلمونه نه لرو؟او داسې نورې په لسګونو پوښتنې.

استاد دهر ډول پوښتنې ځواب درلود، که به چا دیوې موضوع یا دیوې سیمې دنوم دشالید په اړه ترې پوښتنه وکړه په پوره حوصله به یې ځواب ورته وایه او ماخذونه به یې هم ټکي په ټکي ښودل.داستاد له ځواب وروسته دې ته اړتیا نه پیدا کیده چې سړی دې دهغې پوښتنې دځواب په باب په نورو ماخذونو پسې وګرځي.

استاد حیرانوونکې حافظه درلوده ،دکومې موضوع په اړه به یې دکتاب هغه فصل او مخ را ښود او بیا به یې چاته وویل چې دده په سترکتابتون کې په فلانۍ المارۍ کې په فلاني ځای کې دا کتاب ددغو کتابونو تر څنګ ایښی دی.بیا به مو په هغه کتاب کې په ډیره اساني موضوع پیدا کړه . استاد پراخه حوصله لرله زما په یاد دي چې یوه ورځ زه استاد اسدآسمایي او محمد انور وفا سمندرداستاد کورته ورغلو تر نورو خبرو وروسته وفاسمندردخپل ناول په باب ډیرې خبرې ورسره وکړې ،وپتییل شوه چې دا ناول به ټول وفا سمندر په راتلونکو ورځو کې استاد ته لولي ،راتلونکې دوه بشپړې ورځې مو استاد ته ناول ولوست ،ناول ډیر ستونزمن او له سمبولونو ډک و،استاد په ډیره حوصله واورید په پای کې یې لازمې لارښوونې وکړې.

کله به چې موږ داستاد لیدو ته ورغلو نو اول به یې ویل چې خپل شعرونه ورته واوروو.مابه چې استاد ته خپل شعر ولوست استاد به په پای کې په شعر کې ځینې نیمګړتیاوې را ته وښودلې ،ما به یاددښت کړې خو زړه به مې نه منلې کله به چې کورته راغلم شعر به مې بیا ولوست او بیا به مې داستاد لارښوونې وکتلې او داستاد له لارښوونو سره سم به مې بدلون پکې راوست،حیران به شوم چې استاد په دومره لږ وخت کې او په یوځل اوریدو سره څومره ټکو ته متوجه شوی و او څه پر ځای لارښوونې یې راته کړې دي.

استاد په هره برخه کې پراخ معلومات لرل ، دپوهنتونونو او نورو علمي او څیړنیزو موسیسو استادان اوڅیړونکي به چې کله له سختو موضوعګانو سره مخ شول نو یوازینۍ علمي مرجع علامه رشاد وچې له هغه څخه به یې دخپلو پوښتنو ځوابونه پیدا کول نه یوازې په هیواد کې بلکې په نړیوالو سمینارونو او علمي غونډوکې به داستاد له علمي څیړنو څخه ګټه اخیستل کیده ،ځکه خو ورته دنورو لقبونو ترڅنګ دژوندۍ اکاډمي لقب هم ورکړل شوی و.

۱۶/ ۹/ ۱۳۸۳